د نننيو انتخاباتو لومړنۍ پايلې د غويي يا ثور پر څلورمه اعلانېږي.
د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د ازادۍ راډيو خبريال نسيم شفق وايي، د رايې ورکولو په ځينو ساحو لکه حسين خېلو لېسه کې د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې دي.
د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې ځينې کسان له انتخاباتي مرکزونو څخه کورونو ته ستانه شول، ځکه چې د رايې ورکولو پاڼې نه وې. خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون د خلکو دغه ادعا نه مني.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمرمانس وویل، په افغانستان کې لا هم د شخړو په برخه کې یو شمېر جدي ستونزې شته، خو له بلې خوا، دا هم د خوښی او هڅونې خبره ده چې زیات شمېر ځوان افغانان وینو چې د شخړو په نظر کې نیولو پرته، د رایو صندوقونو ته ځي.