د کورنيو چارو وزارت وايي په انتخاباتو کې يې د درغلۍ په تور شپږ کسان نيولي دي.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، ځيني انتخاباتي مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي. د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، په چپې درې، دانګام او مرورې ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا په انتخاباتي مرکزونو باندې ډزې شوي چې له امله یې دا مرکزونه تړل شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي تر دې شېبې پورې 3801084 کسانو خپلې رايې کارولي، چې 2462653 تنه يې نارينه، 1309000 تنه يې ښځې، 21322 تنه يې نارينه کوچيان او 8109 تنه يې ښځينه کوچيانې دي.
د امريکا سفارت افغان چارواکو ته د نننيو انتخاباتو له کبله مبارکي ويلې ده.