په کابل کې خلک شکايت کوي چې په انتخاباتي مرکزونو کې بهرني څارونکي نه شته
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، ځيني انتخاباتي مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، په چپې درې، دانګام او مرورې ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا په انتخاباتي مرکزونو باندې ډزې شوي چې له امله یې دا مرکزونه تړل شوي دي.

د بلخ والي وايي، که چیرې د انتخاباتو نتیجه شفافه نه وي راتلونکی حکومت به تحریم کړي.
عطامحمدنوردا څرګندونې نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او ویې ویل، چې حکومت باید د انتخاباتو په پروسه کې مداخله ونه کړي او خپله بې طرفي وساتي.
هغه زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون کسان په دې ولایت کې د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي، خو انتخاباتي مواد بیا په کافي اندازه نه دي موجود.

راپورونه وايي د پکتيا په ځينو سيمو کې حکومتي چارواکي د مشخصو کانديدانو په ګټه کار کوي او تېره ورځ د زرمت په ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د ځينو کانديدانو او ولسوال له لوري د ټاکنو کميسون ځينې کارمندان وهل شوي ډبول شوي دي