د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خلکو وغوښتل که چیرې د انتخاباتو په بهیر کې کومه درغلي وګوري نو باید خپل شکایت ثبت کړي.
د دې کمیسیون رییس عبدالستار سعادت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل په هغو سیمو کې چې امنیت ناسم دی د ځینو درغلیو د ترسره کیدو امکان شته خو خلک کولای شي په اسانۍ سره خپل شکایت ثبت کړي او دوی به یې هم په جدي توګه وڅیړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون همداراز هغه خبر چې ګواکې د مخابراتي شبکو د پيغام لیګلو اسانتیا د دوي په غوښتنه بند شوې رد کړه.

د ازادۍ راډيو خبريالې ويدا بره کي وايي په بره کي سيمه کې ګڼې کورنۍ د انتخاباتو مرکزونو ته روانې دي.
د ازادۍ راډيو خبرياله نګين جهان ارا چې په چهلستون کې ده، وويل، په ځينو مرکزونو کې د ښځو ونډه کمه ده.
د کابل په چهلستون کې ځينې ښځينه رايه ورکوونکي وايي د انتخاباتو څارونکي بد چلند ورسره کوي.