د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۳

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټي ازادۍ راډيو ته وويل، خلک د سهار له پنځو بجو راهيسې انتخاباتو ته تيار وو. له باران سره- سره د رايو مرکزونو ته لاړل
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي وويل، په بېلابېلو ولايتونو کې افغان ځواکونو ځينې حملې په شا تمبولي دي.
د انتخاباتو د دارالانشا مشر ضياالحق امرخېل وايي، ټولو مرکزونو ته به د اړتيا وړ انتخاباتي مواد ورسول شي.
راپورونه وايي په بلخ کې ځينې چارواکي پر انتخاباتي مرکزونو ګرځي او خلک هڅوي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG