د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مشر ستار سعادت وايي، که هرڅوک په انتخاباتو کې سرغړونه يا درغلي ګوري، عکس يا ويډيو دې ورڅخه واخلي او له موږ سره دې شريک کړي.
د ازادۍ راډيو يوه اورېدونکي خيبر افغان ليکلي: د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د رايو پاڼې کمې دي.
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال ويس صميم وايي په احمدشاه بابا مېنه کې په سلګونو کسان د انتخاباتي مرکزونو په وړاندې ولاړ دي، چې سپين ږيري هم په کې شامل دي. د کومې جدي پېښې راپور نه دى ورکړل شوى.
په لوګر کې د ازادۍ راډيو خبريال نسيم شفق وويل، د لوګر په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه ناوخته پرانيستل شول.
په خروار کې خلک وايي يوازې په مرکز کې د رايې ورکولو مرکز شته.
په څرخ او نورو ولسواليو کې هم خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو لږ مرکزونه خلاص دي.
په خروار کې خلک وايي يوازې په مرکز کې د رايې ورکولو مرکز شته.
په څرخ او نورو ولسواليو کې هم خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو لږ مرکزونه خلاص دي.