د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي د انتخاباتي مرکزونو ته نژدې د ډزو ږغونه اورېدل شوي.
په فراه کې خلک وايي له امنيتي تدابيرو راضي دي
په لغمان کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينوارى وايي، د انتخاباتو بهير ښه روان دى. د تمې خلاف زيات کسان انتخاباتو ته روان دي. خو د رايې ورکولو مرکزونه کم دي.
په ننګرهار او لغمان کې د انتخاباتو په پروسه کې د ښځو ونډه هم زياته ده.