د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
ولسمشر حامد کرزي له خلکو هيله کوو چې له بارانونو او ګواښونو سره- سره راووځي او خپلې رايې وکاروي
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال زبير ژمن وايي، د رايې ورکولو بهير تر اوسه د امن په فضا کې روان دى. ده وويل ګڼ خلک انتخاباتو ته روان دي او ډېر وخت انتظار پاتې کېږي.
د ملي امنيت د عمومي رياست وياند لطف الله مشعل ازادۍ راډيو ته وويل د انتخاباتو د امن لپاره افغان امنيتي ځواکونو لازم تدابير نيولي دي.
ده له خلکو وغوښتل چې په ډاډه زړه دې د رايې ورکولو مرکزونو ته ورشي او خپلې رايې دې وکاروي.
د انتخاباتو ځينې ګډونوال شکايت کوي، چې د رايې ورکولو په اړه بشپړ پوهاوى نه ورکول کېږي، ځينو کسانو بې له دې چې د رايې پر پاڼه د خپلې خوښې کانديد په نښه کړي، خپلې رايې يې سپينې کارولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG