د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
رايه ورکول زما حق دى. غواړم په خپلې رايې سره خپل راتلونکى مشر وټاکم. د غزني اوسېدونکي سيف الله ازادۍ راډيو ته ويلي
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر د خپلې رايې د کارونې پر مهال له ښځو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او له خپل حق څخه استفاده وکړي.

د کابل په شهرنو سيمه کې د ازادۍ راډيو خبرياله ليزا حيدري وايي، په دې سيمه کې د رايې ورکولو په پروسه کې د ښځو ونډه کمه ده.
په هوتخېلو سيمه کې خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو مرکزونه کم خو د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده. خلکو غوښتنه درلوده چې دغه مرکزونه دې زيات شي.
په سيمه کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي په سيمه کې د ښځينه رايې ورکوونکو شمېر کم دى.
د خوست ولايت مطبوعاتي دفتر وايي: "د خوست ولايت په يو شمېر ټاکنيزو سايټونو کې د ملي امنيتي ځواکونو د منسوبينو له خوا يو شمېر داسې کسان لاس په لاس نيولي، چې غوښتل يې د مشخصو نوماندانو په پلوۍ غيرقانوني رايې او جعلي رايې کاروي"

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG