په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال محمد صادق رښتيني وويل، د کندهار په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه پر وخت نه دي پرانيستل شوي. ده وويل چې د ګډونوالو شمېر خورا زيات دى.
په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، په پجنوايي ولسوالۍ کې ډولونه وهل کېږي او خلک هڅول کېږي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي
په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى وايي، د رايې ورکولو په ښځينه مرکزونو کې نارينه څارونکو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون مشر عبدالستار سعادت ازادۍ راډيو ته وويل په انتخاباتو کې د درغليو امکان شته خو د مخنيوي لپاره يې تدابير نيول شوي دي. ده وويل خلک کولاى شي خپل شکايتونه په رسمي ډول درج کړي.