د هلمند دولتي مسوولين ډاډ ورکوي چې ټاکنې به په امنيتي فضا کې ترسره شي. دوى د موټرسايکل بمونو او ځينو وسلوالو ډلو دنيولو خبر ورکوي. د هلمند والي ويلي چې له دېشو او باغران ولسواليو پرته به په نورو ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې مرکزونه فعاله وي.
په فراه کې د ازادۍ راډيو خبريال احمدشاه فطرت وويل، د تمې خلاف زيات خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته روان دي او ښايي تر ماښامه خلکو ته نوبت ونه رسېږي.
په فراه کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي چې د رايې ورکولو په پروسه کې د ښځو ونډه کمه ده.
په جوزجان کې د ازادۍ راډيو خبريال عالم رحمانيار وويل، د سهار له اوو بجو خلک د انتخاباتو مرکزونو ته روان دي او څارونکي د رايې اچونې د بهير څارنه کوي. امنيتي ځواکونو امن ټينګ کړى دى.