په غزني، زابل او ميدان وردګ کې ځايي خلکو د ازادۍ راډيو خبريال ته وويل چې له ناامنيو سره- سره به په نننيو انتخاباتو کې برخه اخلي.
د ازادۍ راډيو خبرياله سحر لېوال وايي تر اوسه په کابل کې د کومې جدي امنيتي پېښې راپور نه دى ورکړل شوى، خو په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه لږ په ځنډ پرانيستل شوي دي.
د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي د خپلې رايې کارونې پر مهال وويل، نه له باران او نه له ناامنيو ډارېږئ خپلې رايې وکاروئ.
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال رحمت الله افغان وايي که څه هم باران دى، خو بيا هم حبيبيې لېسې ته ډلې- ډلې خلک روان دي چې خپلې رايې وکاروي.