د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۶

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
په بلخ کې: په مزارشریف کې د ازادۍ راډیو خبریال مجیب الرحمن حبیب زی وايي، دغلته هم د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو پر مرکزونو د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه وه، خو تر اوو بجو او شلو دقیقو لا رسما د رايي ورکولو بهیرنه وو، پیل شوی او خلکو شکایت کاوه چې د رايي د مرکزونو مامورین باید زر تر زره دا بهیر پیل کړي.
د انتخاباتو د کمیسون مشر یوسف نورستاني د کابل د حبیبې په لیسه کې راییه ورکړه او له دې سره د رایي ورکولو بهیر پیل شو.
په پاکستان او ایران کې زرګونه افغان کډوال د لوژسیتکي ستونزو، د استوګنې د اسنادو د نه درلودلو او د کوربه هېوادونو د نه همکارۍ له امله د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په رایو کې له ګډونه محروم شوي دي.

دا خبره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادي ته وکړه او وایي، کمیسیون ونه شو کړای چې مهاجرو افغانانو ته په رایو کې د ګډون امکانات برابر کړي:

″موږ هڅه وکړه چې په پاکستان او ایران کې استوګن افغان کډوال په رایو کې ګډون وکړي، خو د دریو عواملو له امله مو ونه شو کړای چې هغوي ته دا رایو ورکولو امکانات برابر کړو.″

ښاغلي نور وویل، د مالي ستونزو، د شفافیت په اړه د اندیښنو او په کوربه هیوادو کې د مهاجرو د استوګنې د اسنادو او په دي برخه کې د کوربه هېوادونو د نه همکارۍ له امله مهاجرو افغانانو په رایو کې ګډون ونه کړ.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، شاوخوا یو میلیون افغان کډوال په ایران او دوه نیم میلونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رئیس عبدالستار سعادت له افغانانو غواړي، چې د افغانستان د راتلونکي نظام د مشروعیت په مقصد دې نن د رایو صندوقونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې کاندید ته دې رایه ورکړي.

ښاغلي سعادت ازادۍ راډیو سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې د ټولو ناخوالو د حل کلي په انتخاباتو کې ده.

د انتخاباتې شکایتونو د کمیسیون رئیس دغه راز وویل، کمیسیون به په خپل ټول او وس توان د هر ډول احتمالي درغلیو مخه ونیسي او د خلکو د رایو درناوي د دوي اصلي مکلفیت دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG