د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
ولسمشر کرزي هم خپله رايه ورکړه
کندز: د فاطمه الزهرا په لیسه کې د کندز والي په اوو بجو راییه ورکړه او دا بهیر پیل شو.
مزارشریف:
په مزارشریف کې رایي ورکول اووه نیمې بجې پیل شول. د ازادي راډيو خبریال وایي چې د خلکو دلچسپي ډيره ښکارې او امنیت تامین دی.
هرات:
د هرات په ښار کې په اوونیمو بجو رایي ورکول پیل شول او د ازادي راډيو خبریال وویل، چې ګڼ خلک په کتارونو کې ولاړ دي رایي ورکوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG