د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۸

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کورنيو چارو وزارت وايي وسلوالو مخالفانو په کونړ، ننګرهار او غزني کې ځينې بريدونه وکړل، خو په خپلو پلانونو کې بريالي نه شول. په فارياب کې يو ځانمرګى ونيول شو، په غزني او سمنګان کې دوه تنه په بريد کې ناکام شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ازادۍ راډيو ته وويل افغان ځواکونو د انتخاباتو لپاره خپل ټول امنيتي پروګرامونه عملي کړل.
هلمند

په هلمند کې خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو مرکزونه کم او ګډونوال زيات وو.
په کونړ کې نن د بېلابېلو حملو له کبله ١٣ ټپيان او ٢ مړي روغتون ته انتقال شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG