په باميان کې خلک وايي د رايې ورکولو لپاره يې يونيم ساعت په پښو مزل کړى دى.
په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينوارى وايي. په دې ولايت کې هم د رايې ورکولو پاڼې کمې وې او خلکو ته ويل کېدل چې نژدې بل مرکز ته ورشي.
په بلخ کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى وايي، په دې ولايت کې هم په انتخاباتو کې ځينې ستونزې وې.
- يوازې د ښار په منځ کې په ٨ مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې. دا ستونزه په نورو ولسواليو کې هم وه.
ده وويل د ځينو مرکزونو د رايو شمېرل پيل شوي دي.
- يوازې د ښار په منځ کې په ٨ مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې. دا ستونزه په نورو ولسواليو کې هم وه.
ده وويل د ځينو مرکزونو د رايو شمېرل پيل شوي دي.
د کندهار چارواکي وايي د کندهار پر ځينو سرحدي ولسواليو راکټي بريدونه شوي، خو تلفات نه لري.
په دې ولايت کې دوه کسان يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور نيول شوي دي.
په دې ولايت کې دوه کسان يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور نيول شوي دي.