د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل، د انتخاباتو پروسه تر دې شېبې له ځينو ستونزو سره- سره ښه پرمخ ځي.
د کابل په بي بي مهرو سيمه کې د ازادۍ راډيو خبرياله حميده عثمان وايي، تر غرمې وروسته د بي بي مهرو په جومات کې د رايو پاڼې خلاصې شوې او دغه مرکز وتړل شو. د انتخاباتي مرکز مسوولينو وويل چې خلک دې بل مرکز ته ورشي.
د کابل په خيرخانه مېنه کې د ازادۍ راډيو خبريال جاوېد فيضي وايي، په څو مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې وې او دوى انتظار پاتې شوي، خو تراوسه دغه پاڼه نه دي وررسول شوي. د ده په خبره يو څو مرکزونو ته دغه پاڼې رسول شوي دي.