د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
ځينو اورېدونکو ازادۍ راډيو ته وويل هغه رنګ چې د انتخاباتو پر مهال يې پر ګوته کارول شوي، په اسانۍ نه پاکېږي.
د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودير ساپى وايي، ننني انتخابات راتلونکي ته هيله ورکوي، ځکه خلک په ډېر شوق سره ور روان وو.
د کابل پوهنتون استاد نجيب محمود ازادۍ راډيو ته وويل خلک په انتخاباتو کې ګډون ته زيات لېوال دي.
د کابل په خوشال مېنه کې د ازادۍ راډيو خبرياله ناجيه ساپۍ وايي، هغه رنګ چې د انتخاباتو لپاره کارېږي ژر پاکېږي. هغه وايي خلک د رايو کارولو ته په تمه دي خو دغه ډول ستونزه يې مخه نيسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG