د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۵

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
په تګاب کې د رايې ورکولو څلور مرکزونه تړلي دي، خلک اندېښنه لري چې ښايي درغلي شوې وي.
په کاپيسا کې د ازادۍ راډيو خبريال احمد هنايش وايي، د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت لري، چې هلته هېڅ انتخابات نه دي شوي که څه هم هلته کومه جدي ستونزه نه وه.
په خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي د کورنۍ ګڼ غړي يې د رايې ورکولو لپاره افغانستان ته تللي دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي:
بايد هڅه وشي، چې د رايې اچونې او شمېرنې په برخه کې يې د شفافيت اصل په جديت سره رعايت شي او هر هغه څوک چې درغلۍ کوي او يا له نورو سره د درغليو د ترسره کولو لپاره معاملې کوي، ولايتي اداره به يې بې له ځنډه په سخته قانوني سزا ورسوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG