په فرانسه کې د سياسي چارو کارپوه اکبر وردګ ننني انتخابات مهم ګڼي، ځکه دى وايي په لومړي ځل په افغانستان کې واک په سوله ييز ډول بل حکومت ته انتقالېږي.
د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د ازادۍ راډيو يو اورېدونکى وايي طالبان په ځينو سيمو کې خلک رايو اچونې ته نه پرېږدي.
په تخار کې ځايي خلک وايي جدي امنيتي پېښه نه ده شوې او خلک له خپلو امنيتي ځواکونو راضي ښکاري.
د ټاکنو کمیسيون د معلوماتو له مخې په ټول ننګرهار کې ۴۹۸ مرکزونه په پام کې نیول شوي وو،چې د امنيتي ننګونو له امله یوازې ۱۱۵ مرکزونه نه وو فعال شوي او پاتې ۳۸۳ مرکزونه د جلال اباد په مرکز او ټولو ولسوليو کې فعاله وو،چې په ځينو کې پوره او په ځينو ناامنو ولسواليو کې بیا په شمار مرکزونه فعاله وو.