د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۶

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت وايي په انتخاباتي مرکزونو کې د رايو پاڼو خلاصېدل يوه جدي ستونزه ده.
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال جمشېد حبيبزاده وايي، په وزير محمد اکبر خان سيمه کې يوه انتخاباتي مرکز ته ورغلى، هلته ګڼ کسان شکايت لري چې د رايو پاڼې خلاصې شوي او کارکوونکو ته ورته ويلي چې د رايو د کارونې لپاره بل مرکز ته ورشي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي داسې سيسټم يې جوړ کړى، چې يو سړى دوه يا درې ځلې رايه نه شي ورکولاى.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG