په هرات ولايت کې ځينې کسان په انتخاباتي مرکزونو کې د رايو پاڼو د خلاصېدو له کبله کورونو ته ستانه شول.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل، په زياتو مرکزونو کې د رايو پاڼې شته. ده ډاډ ورکړ، چې د انتخاباتي شکايتونو کميسيون به د درغليو موارد وڅېړي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل، د امنيتي ستونزو له کبله ونه توانېدل٢١١ مرکزونه فعال کړي، خو د ده په خبره په ٦٠٠٠ نورو مرکزونو کې انتخابات روان دي.
په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي خلک د رايو پاڼو له نشتوالي شکايت لري.