د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د سياسي چارو کارپوه عرب شاه چمتو وايي په روانو ټاکنو کې يوازنۍ ستونزه دا ده چې د مرکز او ولايتونو د ځينو مرکزونو د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي کومه امنيتي ستونزه يې نه ده ليدلې او خپلې رايې کاروي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمرمانس وویل، په افغانستان کې لا هم د شخړو په برخه کې یو شمېر جدي ستونزې شته، خو له بلې خوا، دا هم د خوښی او هڅونې خبره ده چې زیات شمېر ځوان افغانان وینو چې د شخړو په نظر کې نیولو پرته، د رایو صندوقونو ته ځي.
د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې ځينې کسان له انتخاباتي مرکزونو څخه کورونو ته ستانه شول، ځکه چې د رايې ورکولو پاڼې نه وې. خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون د خلکو دغه ادعا نه مني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG