د فيفا يا د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر نادر نادري ازادۍ راډيو ته وويل، چې تر دې شېبې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون خورا زيات دى.
خلک دې په انتخاباتو کې برخه واخلي، خپل برخليک دې په خپله وټاکي. د ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني
د انتخاباتو خپلواک کميسيون مطبوعاتي دفتر خبريالان وربللي، ټاکل شوې وه پر دوولسو بجو دوى کنفرانس ورکړي، خو تر اوسه د کوم مسوول درک نه لګېږي.
د کابل په ځينو سيمو کې خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو مرکزونه کم دي.