د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۹

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کابل په پکتيا کوټ سيمه کې ځينو رايه ورکوونکو ازادۍ راډيو ته وويل چې په انتخاباتي مرکزونو کې يې ځينې کسان هڅوي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.
په پکتيا کوټ سيمه کې ښځينه رايه ورکوونکې شکايت کوي چې ګوتې يې په رنګونو ولړل شوې، خو پاڼې ورڅخه واخيستل شوې او ورته وويل شول چې دوى به خپله کانديدان په نښه کوي.
د کابل په چهلستون کې ځينې ښځينه رايه ورکوونکي وايي د انتخاباتو څارونکي بد چلند ورسره کوي.
د ازادۍ راډيو خبرياله نګين جهان ارا چې په چهلستون کې ده، وويل، په ځينو مرکزونو کې د ښځو ونډه کمه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG