د کونړ امنیتي چارواکي وايي، ځيني انتخاباتي مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، په چپې درې، دانګام او مرورې ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا په انتخاباتي مرکزونو باندې ډزې شوي چې له امله یې دا مرکزونه تړل شوي دي.
د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، په چپې درې، دانګام او مرورې ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا په انتخاباتي مرکزونو باندې ډزې شوي چې له امله یې دا مرکزونه تړل شوي دي.
په کابل کې خلک شکايت کوي چې په انتخاباتي مرکزونو کې بهرني څارونکي نه شته
راپورونه وايي په بلخ کې ځينې چارواکي پر انتخاباتي مرکزونو ګرځي او خلک هڅوي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.
د انتخاباتو د دارالانشا مشر ضياالحق امرخېل وايي، ټولو مرکزونو ته به د اړتيا وړ انتخاباتي مواد ورسول شي.