د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي وويل، په بېلابېلو ولايتونو کې افغان ځواکونو ځينې حملې په شا تمبولي دي.
د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټي ازادۍ راډيو ته وويل، خلک د سهار له پنځو بجو راهيسې انتخاباتو ته تيار وو. له باران سره- سره د رايو مرکزونو ته لاړل
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون وايي تر اوسه له ولايتونو ٢٠٠ شکايتونه او له کابله ٢٠ شکايتونه وررسېدلي دي. چې په هغو کې د څارونکو له خوا د ځينو کانديدانو په ګټه خلک هڅول او مداخله شامله ده.
په خوست کې د ځينو انتخاباتي مرکزونو مسوولين وايي لوژستيکي ستونزې لري او مواد يې کم دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG