په فراه کې د ازادۍ راډيو خبريال احمدشاه فطرت وويل، د تمې خلاف زيات خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته روان دي او ښايي تر ماښامه خلکو ته نوبت ونه رسېږي.
د هلمند دولتي مسوولين ډاډ ورکوي چې ټاکنې به په امنيتي فضا کې ترسره شي. دوى د موټرسايکل بمونو او ځينو وسلوالو ډلو دنيولو خبر ورکوي. د هلمند والي ويلي چې له دېشو او باغران ولسواليو پرته به په نورو ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې مرکزونه فعاله وي.
د ازادۍ راډيو خبريال سيدشاه سقيم وايي: نن په زابل، غزني او ميدان وردګو کې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر زرګونه خلک د رايې ورکولو د مرکزونو پر خوا روان دي او غواړي د پنځو راتلونکيو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر وټاکي.
دوی وايي، رايه ورکول يې حق دی او هيڅ کومه ستونزه يې له رايې ورکولو څخه نه شي راګرځولای.
دوی وايي، رايه ورکول يې حق دی او هيڅ کومه ستونزه يې له رايې ورکولو څخه نه شي راګرځولای.