د کابل په کلوله پُشته کې د ازادۍ راډيو خبريالې ويدا بره کي وويل، په ځينو مرکزونو کې د رايو لپاره صندوقونه ناوخته کښېښودل شول. ځينو کسانو ته د مرکزونو پته نه وه معلومه. د هغې په خبره د خلکو لوى کتارونه ولاړ دي چې د ښځو ونډه هم په کې زياته ده.
د ازادۍ راډيو خبرياله مرضيه احمدزۍ وايي، د کابل په چهلستون کې سهار مهال د ښځو شمېر کم و، خو اوس زياتې ښځې د رايې ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې رايې کاروي.
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال رحمت الله افغان وايي که څه هم باران دى، خو بيا هم حبيبيې لېسې ته ډلې- ډلې خلک روان دي چې خپلې رايې وکاروي.
د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي د خپلې رايې کارونې پر مهال وويل، نه له باران او نه له ناامنيو ډارېږئ خپلې رايې وکاروئ.