د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

حامدکرزی: افغانان دې انتخابات په یوه ملي جشن بدل کړي


ولسمشرحامد کرزي له ټولو افغانانو غوښتي دي چې د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو په راروانو انتخاباتو کې رایې ورکړي.

ښاغلي کرزي په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار وکړ، چې ټولو امنیتي ځواکونو ته امرشوی چې په انتخاباتو کې بې پري پاتې شي.

د حمل د شپاړسمې انتخاباتو ته له ۲۴ ساعتونو کم وخت پاتې دی.

په داسې حال کې چې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول تدابیر بشپړ شوي، ولسمشر حامد کرزي په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون ماښام خپور شو، له افغانانو وغوښتل چې انتخابات په یوه ملي جشن بدل کړي.

ښاغلي کرزي پر کاندیدانو غږ وکړ، چې د انتخاباتو د مشروع نتایجو درناوی وکړي.

حامد کرزي په تېرو څلورو لسیزو کې د هېواد لومړنی ولسمشر دی چې د یوې اوږدې دیارلس کلنۍ مودې لپاره د خپلې کاري دورې له بشپړولو وروسته د چارو واګي بل منتخب ولسمشر ته سپاري.

ښاغلي کرزي په انتخاباتي مبارزوکې د ټولو هېوادوالو پراخ ګډون د ولسواکۍ د پیاوړتیا نښه وبلله، ویې وویل، چې د حمل د شپاړسمې انتخابات به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ بنسټ پیاوړی کړي.

افغان ولسمشر همدا راز له افغانانو وغوښتل، چې د انتخاباتو د امنیت په ټینګولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او ټينګار یې وکړ، چې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په بهیرکې خپله بې طرفي وساتي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم ویلي، چې د انتخاباتو په بهیرکې د دې ادارې د کارکوونکو د لاس وهنۍ د مخنیوي په مقصد لازم تدابیر نیول شوي دي.

د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، له خلکو او د ولسمشری او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له ناظرانو غوښتي چې د انتخاباتو په چارو کې د ملي امنیت د کارکوونکو د لاس وهنو د لیدو په صورت کې دې د شکایتونو د اورېدو هغو څانګو ته چې د ملي امنیت د ادارې له خوا موظفې شوې دي شکایت وکړي.

د ولسمشری او ولایتي شوراګانو انتخابات سبا شنبې د وري په ۱۶مه د سهار په اوو بجو پیلېږي او ټاکل شوې چې د مازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړي.

د انتخاباتو مسوولو چارواکو ویلي دي، چې د اړتیا په صورت کې د رايي ورکولو وخت اوږدېدلای شي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د دولس میلیونو په شاوخوا کې کسان د ګډون وړ بلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG