د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

م.م د افغان انتخاباتو په بهیرکې د تشدد هره هڅه غندي


د ملګروملتونو سرمنشي وايي، د افغانستان د انتخاباتو په بهیرکې د تشدد هره هڅه غندي.

بانکي مون په یوه بیان کې ویلي دي، چې پر رايي ورکوونکو، د رايي ورکولو پرمرکزونو او انتخاباتو پر مامورینو او څارونکو هر راز حمله به د غندنې وړ وي. بانکي مون د افغانستان انتخابات تاریخي پېښه وبلله.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د افغانستان انتخابات مهم بللي او په دې مقصد د تخنیکي او امنیتي تیاریو او د خلکو د پراخ ګډون ستاینه یې کړې.

په هغه بیان کې چې پرون په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر یوناما له خوا خپور شو راغلي، ښاغلي بان کي مون د وسله والو طالبانو هغه بیان غندلی دی، چې د انتخاباتو پرملکي کارکوونکو، رايي ورکوونکو، کاندیدانو، ناظرینو او انتخاباتي مرکزونو د نورو حملو ګواښ په کې شوی. په بیان کې ویل شوي چې سرمنشي پر انتخاباتو هر راز برید او په دې ترڅ کې لاس وهنې په کلکه غندي.

سرمنشي د افغانستان پرټولو موسساتو هم غږ وکړ، چې د معتبرو، پراخو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې خپل مسولیت ادا کړي. ده له کاندیدانو او د هغو له پلویانو وغوښتل د انتخاباتو نتایج ومني.

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ راسموسن غوښتي و، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات باید با اعتباره او د ټولو په ګډون وي.

ښاغلي راسموسن د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنې غونډې په پای کې د افغانستان پرخلکو غږ وکړ، چې د وري په شپاړسمه نیټه د خپلو رایو په کارولو سره خپله راتلونکې په خپل لاس کې واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري هم ویلي و، چې د انتخاباتو په بهیرکې د میلیونونو افغانانو- ښځو او نارینه وو ګډون به په افغانستان کې د قدرت د سوله ییز انتقال لومړنې تجربه وي.

ښاغلي کري زیاته کړه، چې دی د دې بنسټیز بدلون په بریا کې ځان شریک بولي ځکه د ده په وینا امریکا د انتخاباتو او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی.

د افغانستان د را روانو انتخاباتو نتایج په خاص ډول د متحدو ایالاتو لپاره ډېرمهم ګڼل کېږي، ځکه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو د موافقې برخلیک د انتخاباتو له نتایجو سره تړلي دي.
XS
SM
MD
LG