د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

دریم بهیر: د انتخاباتو د اعتبار لپاره د بهرنیو څارونکو رول مهم دی


د دریم بهیرپه نوم یوه مدني ټولنه اندیښمنه ده، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نړېوال څاروونکي په افغانستان کې کم دي.

دوی په داسې حال کې دا اندیښنه ښيي، چې په کابل کې له څو حملو وروسته ځیني راپورونه وايي، چې یو شمېربهرني څارونکي له افغانستانه وتلي دي.

په افغانستان کې ځیني مدني تولنې د راتلونکو انتخاباتو د اعتبار لپاره د بهرنیو څارونکو رول مهم ګڼي خو وايي، چې اوس په افغانستان کې د دغو څاروونکو شمېر کم دی.

د دریم بهیر په نوم یو سازمان د پنجشبنۍ په ورځ په همدې اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د دې ټولنې د مطبوعاتي کميټې ریس قدرت الله ساپي وویل، چې د راتلونکو انتخاباتو د څارنې لپاره اوس یوازې دوه سوه بهرني څاروونکي په افغانستان کې دي.

په ورته وخت کې د دې ټولنې غړو د کابل په واټونو او کوڅو کې د لاوډسپیکرونو په واسطه له خلکو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او رایه ورکړي.

په کابل ښارکې له څو پرله پسې حملو وروسته داسې راپورنه ورکړل شول، چې ځیني نړېوال څاروونکې له افغانستانه ووتل.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې دوو لکو کورنیو او درې سوو بهرنیو څاروونکو ته یې د څارنې کارتونه ورکړي دي.

د دې کمیسیون د دارالنشا ریس ضیاالحق امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بهرنیو څارونکو په پرتله داخلي څارونکي چې د افغانستان له حالاتو سره بلد دي له انتخاباتو ښه څارنه کولای شي.

بل خوا د اروپايي ټولنې ځانګړې استازي ویلي، چې د دوی څاروونکي به هم د انتخاباتو تر وروستیو پورې له دې بهیره څارنه وکړي.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو انتخابات د شنبې په ورځ کېږي. خو پوښتنه دا ده چې څاروونکي به څومره وکولای شي چې په لیرو پرتو سیمو کې د انتخاباتو څارنه وکړي.
XS
SM
MD
LG