د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

اکسین: انتخاب دې شفاف ترسره شي او د درغلیو مخه دې ونیول شي


په افغانستان کې د اکسین په نوم د مدني ټولنې یوې شبکې له افغان حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي او د درغلیو مخه ونیسي.

دا شبکه چې د ازاده او عادلانه انتخاباتو ملاتړ کوي د چهارشنبې په ورځ یې د یوه پړیکړه لیک په صادرولو سره د انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له کاندیدانو څخه غواړي څو د انتخاباتو نتیجه ومني.

د اکسین په نوم د مدني ټولنې یوه شبکه چې د شاوخوا سلو دولتي او غیر دولتي ټولنواستازیتوب کوي د جمهوري ریاست او ولایتي شورګانو له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د شفافو انتخاباتو لپاره جدي هلې ځلې وکړې.

دې شبکې د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې یو پریکړه لیک هم صادر کړ، چې په یوه برخه کې یې راغلي، کاندیدان او د انتخاباتو کمېسیون باید ازاد او عادلانه انتخابات ترسره کړي او د انتخاباتي د درغلیو په صورت کې جدي اقدام وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د ډیموکراسي د څار کمېسیون رییس زکریا بارکزي له جمهوریس کرزيه غواړي، څو په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو د لاس وهنو مخینوي وکړي.

ده همدا شان وویل، چې د جمهور رییس حامد کرزي په ګډون باید ټول د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون خپلواکې ته درناوی وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین هم د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له دې کمیسیون څخه د مدني ټولنو او عامو افغانانو ملاتړ ضروري بولي.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي په دې غونډې کې وویل، چې دې کمېسیون په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي په هدف یوه ستراتیژي جوړې کړې:

(د درغلۍ د کموالي لپاره بېلابیل عناصر په بر کې نیسي د درغلۍ پیژندل او کشف یعنې د درغلۍ مخه نیول د درغلۍ جبران یا د درغلۍ د رایو پایلې باطلې اعلانول د مرتکېبینو محکمه کول په انتخاباتو کې د درغلۍ د کموالي او د انتخاباتي پروسې د شفافیت په هدف ستراتیژۍ پلي کوو.)

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو کاندیدان د امنیتي ستونزو ترڅنګ په انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو او تقلب له امله سخت اندیښمن دي او وایي، که انتخابات شفاف نه وي نو ممکن حق حقدارته ونه رسیږي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین بیا تل د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو او افغان امنیتي چارواکې د دې پروسې د ټولو کارکوونکو د امنیت د خوندي ساتلو په اړه ډاډ ورکوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG