د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

شیرزی: انتخاباتو کمیسیون دې د هرډول مداخلې مخه ونیسي


د جمهوري ریاست یوه کاندید محمد شفیق ګل اغا شیرزي د انتخاباتو اهمیت ته په پام هیله وښوده چې؛ په افغانستان کې انتخابات شفاف او د خلکو په اراده ترسره شي.

نوموړي تور پورې کړ، چې د انتخاباتي کمپاینونو له پیله ځینو حکومتي چارواکو مداخله کړې.

د جمهوري ریاست لپاره کاندید محمد شفیق ګل اغا شیرزی د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه وغوښتل، چې په راتلونکو انتخاباتو کې د هر ډول مداخلې مخه ونیسي.

ښاغلي شیرزي چې په کابل کې یې د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته وینا کوله په امنیتي ارګانونو او حکومتي چارواکو غږ وکړ، چې په انتخاباتو کې بی طرفه پاتې شي.

له دې وړاندې جمهورریس حامد کرزي هم د یوه فرمان په صادرولو سره له ټولو حکومتي چارواکو یې د بې طرفۍ غوښتنه کړې وه.

د ځینو کاندیدانو له لوري په وار وار شکایتونه شوي چې د یوه او بل کاندید په ګټه له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل کیږي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې تر اوسه کوم کاندید دوی ته داسې اسناد نه دي سپارلي چې دا مساله ثابته کړي.

په ننني غونډه کې محمد شفیق ګل اغا شیرزي یو ځل بیا په خپلو ژمنو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې واک ته د رسیدو په صورت کې به د سولې، ښې حکومتدارۍ، د فساد سره د ضد مبارزې او قانونیت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

په همدې حال کې یو شمېر کسانو چې د ښاغلي شیرزي په دې انتخاباتي کمپاین کې یې برخه اخیستې وه له ازادی راډیو سره په خبرو کې د هغه د څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.

د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو دا مبارزې د دلوې د میاشتې په دیارلسمه پیل شوي وې او ټاکل شوي چې د نن شپې تر دولسو بجو دوام وکړي.

له هغې وروسته به د اته څلویښتو ساعتونو لپاره د سکوت دوره وي چې هیڅ کاندید دانتخاباتي کمپاین د کولو حق نلري.
XS
SM
MD
LG