د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اشرف غني: موږ به ترور د کابل له فرهنګه لېرې کړو


د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې د جمهوري ریاست یوه کاندید اشرف غني احمدزي په کابل کې د زرګونو خلکو یوې غونډې ته وینا وکړه.

هغه له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د کابل ښاریانو ځیني ستونزې به هواروي او دا ښار به منظموي.

دا چې د انتخاباتي کمپاینونو پروسه پای ته نږدې شوې د جمهوري ریاست کاندیدانو انتخاباتي مبارزې زیاتې او ترډیره هڅې کوي چې د ډیر نفوذ والا ښارونو ته توجه زیاته کړي.

ډاکټراشرف غني احمدزی د سې شنبې په ورځ د کابل په غازي سټوډیوم کې زرګونو پلویانو ته خپله تګ لاره بیان کړه.

نوموړي له خلکو سره ژمنه وکړه، چې که ولسمشر شي نو د ښاریانو ستونزې به هواروي او د امنیت ټینګولو ته به یې خاصه پاملرنه وکړي. ښاغلي احمدزي وویل:

″دا افغانستان دا متحرک زړه کابل بدبختانه د ستونزو نمونه ګرځیدلې.موږ به ترور د کابل له فرهنګه لېرې کړو.

د ځمکو غضب، په ښوونځیو کې د ماشومانو تهدید او زورواکي باید د کابل له فرهنګه لیرې شي.

د کابل امنیت به روزانه د اردو د سر اعلی قوماندان په تعقیب کې وي.″


نوموړي وویل، چې د لانجو د حل لپاره به د کابل اوسیدونکو د ملکیتونو عرفي قوالي په شرعي قوالو بدلوي او غضب شوې ځمکې به په ښوونکو، دولتي مامورینو او معلولینو ویشي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د دې ښار په زرغونولو او د ترافیکو د نظام په سمولو به د ښاریانو په ژوند کې تغییر راولي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو مبارزې د دوه میاشتو راهیسې روانې دي، چې ټاکل شوي د رایې ورکولو له ورځې اته څلویښت ساعته مخکې پای ته ورسیږي.

په دې موده کې کاندیدانو په مرکز کابل او ولایتونو کې د پراخه غونډو په جوړولو خپل پروګرامونه تر خلکو ورسول او ټاکل شوې چې خلک د شنبې په ورځ په صندقونو کې رایې ورکړي.

په داسې حال کې چې خلک د تیرو دولس کلونو په لاس ته راوړنو ټینګارکوي له کاندیدانو غواړي چې واک ته په رسید د خلکو سره کړي ژمنې عملي کړي.

خلک له کاندیدانو غواړي چې داسې ژمنې ورسره وکړي چې د کامیابیدو په صورت کې یې عملي کړای شي.
XS
SM
MD
LG