د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

شېرزی: پکتيا ته پينځه کلن انکشافي پلان جوړوم


په پکتيا کې د ولسمشرۍ د نوماند ګل اغا شيرزي پلويانو په ګردېز کې غونډه جوړه کړې وه او په دې غونډه کې ګل اغا شېرزي خپلو پلويانو ته ژمنه ورکړه چې بريالی شي، نو دی به يې ولايت ته پينځه کلن انکشافي پلان جوړوي.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې په دې هيواد کې بېروکراسي ده، د خلکو کارونه په ځنډ سره ترسره کيږي او دی به هغه ستونزې چې دولت ورسره مخ دی له منځه وړي.

نوموړي وويل چې په پکتيا کې خلک د حکومتدارۍ له ستونزې سره مخ دي او په دې ولايت کې په دقيق ډول حکومتي پروګرامونه پرمخ نه ځي او په خبره يې چې د ده په برياليتوب سره به يې پينځه کلن پراختيايي پلان جوړوي :

” زه که خدای کامياب کړم، نو ستاسې د پکتيا له پاره به پينځه کلن انکشافي پلان جوړ کړم “

نوموړي دا هم وويل چې ددې ترڅنګ به په هيواد کې د فساد مخه ډب کړي او د سولې په راوستو کې به رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې د ګل اغا شېرزي دغه غونډه د سوېل ختيځ زون په کچه جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو پکې برخه اخيستې وه.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG