د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

فیضي: استخباراتي سازمانونه به د انتخاباتو په ګډو‌‌ډولو بریالي نه شي


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي، استخباراتي سازمانونه به بریالي نه شي چې د انتخاباتو پروسه ګډه و‌‌ډه او بې ثباتي رامنځته کړي.

ایمل فیضي ‌ډاډ ورکوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به په خپل وخت وشي.

دا ډاډ په داسې حال کې ورکول کیږي چې؛ وسله والو مخالفینو ګواښ کړی چې د انتخاباتو پروسه به بې ثباته کړي.

سربیره پر دې د افغانستان امنیتي ادارې هم وایي، چې په پاکستان کې ډیرې هڅې روانې دي څو دې پروسې ته زیان ورسیږي.

افغان چارواکي ډاډ ورکوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به د حمل په شپاړسمه نیټه چې د شنبې له ورځې سره سمه ده، ترسره شي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د انتخاباتو د ګډوډولو او بې ثباتی لپاره د استخباراتي سازمانونو هیڅ ډول هڅه به کامیابه نه شي.

هغه ونه ویل، چې کوم استخباراتي سازمانونه غواړي چې انتخابات ګډوډ کړي.

ښاغلي فیضي وویل، چې افغانان به له هربل وخت ډيرد رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید ته به رایه ورکړي.

نوموړي وویل، چې افغانان په دې حقیقت پوهیدلي، چې انتخابات د هېواد د ثبات، پرمختګ او ترقي ترټولو غوره لاره ده او په دې لاره کې ورسره د هېواد درې ګوني امنیتي ارګانونه هر ډول مرستو ته تیار دی.

افغان چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ګواښ کړی چې د انتخاباتو پروسه به ګډوډه کړي.

له دې ګواښونو سره سم، په تیرو شاوخوا دوه اونیو کې، کابل او یو شمېر نور ولایتونه د وسله والو د فعالیتونو او څو ځان وژونکو حملو شاهدان وو.

د تیرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د هېواد د درې ګونو ارګانونو مسئولین استجواب کړی وو، څو د انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیرو په هکله وضاحت ورکړی.

په دې استجوابیه غونډه کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت اله نبیل ویلي وو چې، پاکستان هڅه کوي، له انتخاباتو وروسته د دې هېواد بې ثباتی ته زمینې برابرې کړي د همدې لپاره په هغه هېواد کې د انتخاباتو جعلي کارټونه چاپیږي:

″بل کار چې په سر کې يي پاکستان دی هغه دا دی چې له انتخاباتو وروسته افغانستان بې ثباته کړي.

کره اسناد لرو چې د پاکستان استخباراتي اداره او ځیني نور ګروپونه لګیا دي، د افغانستان انتخاباتو ته جعلي کارټونه چاپوي.″


خو د دفاع اوکورنیو چارو وزیرانو د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې انتخاباتو ته یي بشپړ تدابیر نیولی دی.

کارپوهان په دې نظر دی چې د انتخاباتو په ورځ باید کشفي ارګانونه زیات فعال وي او د امنیتي ارګانونو ترمنځ هم اهنګي دقیقه او پراخه اوسي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG