د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

پکتیا : کانديدان رايې داسې ساتي!


د افغانستان د پکتيا ولايتي شورا ته يو شمېر نوماندان شکايت کوي چې ځيني نوماندان يوله بل سره په خپلو نفوذي سيمو کې د رايو د بدلولو هوکړې کوي.

د دوئ خبره ده چې يو نوماند په خپله سيمه کې بل نوماند ته په يوه ټاکلې اندازه رايې اچوي، خو له هغه نومانده د هغه په سيمه کې هغومره رايې غواړي .

په پکتيا کې د ټاکنو سيمه ییز دفتر د شکايتونو کميسون چارواکي هم دا مني، خو وايي چې دوئ هڅه کوي په دې برخه کې کره شواهد او اسناد په لاس راوړي او مخنيوی يې وکړي.

په پکتيا کې د ټاکنو شکايتونو کميسون مشر محمد بشیر بهرام وايي، داسې ګنګوسې دي چې ځینې کانديدان ترخپل منځ په خپلو سيمو کې د رايو د بدلولو هوکړې لري.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې کره شواهد او اسناد ترلاسه کړي او مرکزي ادارې سره دغه موضوعات شریک کړي.ده وويل:

”ماته هم دا شکايتونه را رسېدلي دي، چې يو کانديد د بل کانديد سره په دې موضوع کار کوي چې څنګه په خپلو سيمو کې يو له بل سره رايې بدلې کړي.“

د ده په خبره دوی دا کار د دې په موخه کوي چې د رايې کارټونه وکاروي او ځان په يو نه يو ډول د ولايتي شورا وکالت ته بريالي کړي.

دی دا هم وايي، چې خلک که څه هم رايه کاروي، خو ځيني کانديدان د ځان د برياليتوب له پاره به له هرې لارې کار اخلي، چې يو له هغو هم دغه لار ده چې وکيلانو د ځان له پاره ټاکلې ده.
د چارو د کارپوهانو په خبره هغه کانديدان چې په ولس کې رايه نه لري، د درغليو له لارې غواړي د ځان له پاره څوکۍ ترلاسه کړي چې دا کار ښايي بدې پايلې ولري.

کارپوهان د ټاکنو کميسون څخه غواړي چې د دې ډول کارونو مخه ډب کړي او د دې ولس د کره رايو د شفافيت غم وخوري :

” دا يو د بل ترمنځ تړون رښتيا هم خطرناک دی، دا خبره بايد جدي ونيول شي، دا د خلکو د حق ترپښو لاندې کول دي “

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا کې د ولايتي شورا ۱۷ څوکيو ګټلو له پاره ۶۴ کسانو ځانونه نومولي دي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG