د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو کارکوونکو د امنیت د نه خوندیتوب او په انتخاباتو کې د زورواکانو د مداخلې له امله اندیښنه څرګندوي.
د دې کمیسیون مسوولینو د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د پروسې په اړه د معلومات ورکولو په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې که د دې کمیسون د کارکوونکو او ټولو اړوندو ادارو امنیت ټينګ نه شي نو د جمهوري ریاست انتخابات به هم شفاف نه وي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې انتخاباتو ته یواځې پنځه ورځې پاتې دي، د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولان د دې پروسې د شفافیت او د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندیښمن دي.
د دې کمیسیون مسوولین وایي، په ځینو ولایتونو کې د دوی په کارونو کې د زور واکانو مداخلې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کارکوونکو بې طرفي تر پوښتنې لاندې راولي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د دارالانشا مرستیال ولید اکبر سروري د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي پخپلو کارونو کې د زورواکانو د مداخلې مخه ونیسي:
″زموږ ډیره اندیښنه د انتخاباتو د امنیت او شفافیت په هکله ده، هسې نه چې خدای مه کړه دا پروسه د امنیت د نه شتون له امله له ستونزو سره مخامخ نه شي.
موږ د خپلو کارکوونکو په ځانګړې په توګه په ولایتونو کې د خپلو کمیشنرانو د امنیت په هکله ډیر اندیښمن یو.
موږ په ولایتونو کې د زورواکانو د نفوذ په اړه هم ډیر اندیښمن یو.″
هغه د انتخاباتو د پروسې په اړه د معلومات ورکولو په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دې کمیسیون دفترونه په ۳۴ ولایتونو کې فعال دي.
د انتخاباتو د خپلواک د وروستي لست له مخې به د شپږ زره او اوه سوه او پنځه اویا مرکزونو له جملې اوه سوه او اته څلويښت تړلي وي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د دارالانشا مرستیال ولیدل اکبر سروري له مدني ټولنو، رسنیو او خلکو وِغوښتل چې د انتخاباتو د څارنې په برخه کې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.
هغه له ټولو خلکو وغوښتل څو د انتخاباتو په ورځ د هر ډول سرغړونې د لیدوپه صورت کې د انتخاباتي شکایتونو دکمیسیون دفترونو ته ورشي اوخپل شکایت ثبت کړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې تر دې مهاله دوی سره د جمهوري ریاست او ولایتی شوراګانو د کاندیدانو په اړه څه باندې درې زره شکایتونه ثبت شوي دي.
د دې کمیسون د تحلیل او څیړنې رییس صبغت الله تمیم وویل، چې د دې کمیسیون غړي هڅه کوي له قانون سره سم پرمخ ولاړ شي:
″د کمیسون له رامنځ ته کیدو راهیسې مونږ درې زره او څلور شکایتونه څیړلي دي.
دا شکایتونه په دوو برخو کې دي، اوه سوه او دوه نوي شکایتونه دلته ثبت شوي دي او دوه زره او دوه سوه او دولس شکایتونو ته د شکایتونو اوریدو کمیسون له خوا رسیدګي شوې.″
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو کاندیدان د امنیتي ستونزو تر څنګ په راتلونکو انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو اوتقلب له امله هم اندیښنه څرګندوي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین بیا تل د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو او افغان امنیتي چا رواکي د دې پروسې د ټولو کارکوونکو د امنیت د خوندي ساتلو ډاډ ورکوي.
راپور: جمیله ظریف