د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

قطب الدین هلال:د لويې پکتیا محرمیتونه به پای ته ورسوم


د خوست خلک باید په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه نوماند په ګټه خپلې رایې وکاروي، چې د خپلو خلکو سره يې د هېواد په ازادۍ کې اوږه په اوږه برخه اخیستې وي او د دې ملت د ناخوالو او ستونزو څخه خبر لري او په هېڅ وخت کې يې خپل ملت سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو ته یوازې نه وي پرې ایښی.

یادې څرګندونې په خوست کې د قطب الدین هلال د ټاکنیز کمپاین مشرانو په هغه راټولیدنه کې په ډاګه کړې، چې د جمعې په باراني ورځ يې د خوست په ملي لوبغالي کې د خپل مشر د کاندیداتورۍ په ملاتړ جوړه کړې وه.

که څه هم ټاکل شوې وه، د جمعې ورځې د خوست په غونډه کې په خپله انجینر قطب الدین هلال برخه واخلي او ملاتړو ته یې خپلې برنامې په ډاګه کړي، خو د پرله پسې باران له کبله نوموړی ونه توانیده، چې دې ولایت ته راشي او خپلو پلویان سره له نږدې وویني.

په خوست کې د هلال د ټاکنیز کمپاین مشر مولوي نثارالله نثار په خپلو خبرو کې وویل، چې زموږ د ملت سره د تاریخ په اوږدو کې د مادیاتو مسله نه وه مطرح او همیشه يې د حق څخه ملاتړ کړی دی:

((هغه ملت لکه څرنګه يې چې پرون امتحان ورکړی، نن هم هماغه ملت دی، د امکاناتو، د ډالرو، افغانیو د کلدارو، مسله به انشاالله د ملت سره نه وي مطرح، خو د حق په لاره کې چې پرون يې هم په همدې لاره قدم ایښی وو باید سبا هم په حقیقت ودریږي او د باور رایه ورکړي.))

پخواني جهادي شخصیت انجینر ساهرالدین وویل، خلک باید په راتلونکیو ټاکنو کې د هغه نوماند ملاتړ وکړي، چې په هېڅ حالت لوږو او تندو کې يې خپل ملت یوازې نه دی پرې ایښی:

((موږ باید یو داسې شخصیت ته رایه ورکړو، چې هغه په رښتیني توګه زموږ د مشکلاتو څخه خبر وي، زموږ د منځه روزل شوی وي، زموږ د ملت د لوږو او تندو څخه خبر وي، زموږ سره يې د ګران هېواد افغانستان په ازادۍ کې اوږه په اوږه بر خه اخیستي وي.))

په خپله انجینر قطب الدین هلال د تلیفون له لارې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او په ځانګړي ډول يې د لویې پکتیا د اوسیدونکیو د قرباینو او د دوی د محرومیتونو په تړاو خبرې وکړې، ده وویل، چې په همدې موخه د لویې پکتیا د خلکو د ټولنیز ژوندانه د ښه کولو له پاره ځانګړې برنامې په پام کې لري:

((موږ پکتیا ته په حکومت کې شراکت غواړو، ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي، اقتصادي پرمختیا يې نشته، ځانګړي تعلیمي مراکز يې نشته، ښه صحي مراکز يې نشته، انشاالله د دې ټولو د حاصلولو له پاره زه او ټیم به مو کوښښ کوو.))

د یادونې وړ ده، ټاکل شوې، په افغانستان کې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې به د روانې حمل میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره شي، خو یو شمېر خلکو او مسوولو بنسټونو يې د شفافیت او امنیت په تړاو واردمخه خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.
XS
SM
MD
LG