د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

د انتخاباتو امن


په پکتیا کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون وايي چې امنیتي تدابیر نیول شوي او د ټاکنو په ورځ به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې لږترلږه دوه سوه دولس انتخاباتي مرکزونه فعال وي.

پکتیا تر ډیره حده د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي.

خو په دې ولایت کې د انتخاباتود خپلواک کمیسون مرستیال وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې ټول لازم مواد ورته رسیدلي او تخینکي چارې هم سر ته رسیدلې دي:

”امنیتي ارګانونو اطمینان راکړی چې له کورونو تر انتخاباتي مرکزونو او بیرته د هغوي تر کورونو به امنیت ټینګوي. ټول حساس او غیر حساس مواد پکتیا ته را رسیدلي او وروسته به د راییو مرکزونو ته واستول شي. موږ ته د خپلو محلاتو په حساب هرڅه مکمل را رسیدلي دي“

په پکتیا کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مرستیال ټینګار وکړ چې د ښځو او نارینه وو لپاره يې جلا مرکزونه په پام کې نیولي دي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د حمل په شپاړسمه کیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون په وروستیوکې ازادي راډیو ته وویل، د هیواد په مختلفو سیمو کې د داسې انتخاباتی مرکزونو شمیر ډیر دی چې جدي امنیتي ستونزې لري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي وو په هغو سیمو کې چې د دوي څارونکي نه شي ورتلاي د انتخاباتو ترسره کول ګران کار دی او ښايي ټولې پروسې مشروعیت ته ضرر ورسوي.

د اروپاد امنیت او همکارۍ سازمان وايي چې په افغانستان کې د امنیت څرنګوالی د انتخاباتو په ارتباط د اندیښنې تر ټولو لویه مسله ده .

په دې سازمان کې د ډيموکراتیکو بنسټونو او بشري حقونو د ادارې ویاند توماس رایمر نن ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ستونزو سره یې خپل کارکونکي افغانستان ته استولي څو د انتخاباتو د شفافیت په ساتلو کې مرسته وکړي:

”واضح ده چې امنیت د ټولو لپاره عمده مسله ده او موږ د خپلو مامورینو په ارتباط په جدیت په پام کې نیولې ده . سل په سلو کې امنیت هیڅ کله هم نه شي راتلاي خو موږ همدومره خوشاله یو چې لږترلږه دا ګړۍ هغوي ته د کار زمینه برابره ده“

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې په ټول افغانستان کې به لږترلږه څلور سوه د راییو مرکزونه تر جدي تهدید لاندې وي.
XS
SM
MD
LG