د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

م.م: سږنيو انتخاباتو ته له حده زیات چمتوالی نیول شوی


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون مرستیال ویلي، چې د تیرو انتخاباتو په پرتله د افغانستان سږکال انتخاباتو ته ښه چمتوالی نیول شوی دی.

هروي لډسس همدا راز د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو غوښتي، چې سرله اوسه د راتلونکو انتخاباتو نتایج ومني.

که څه هم په افغانستان کې دننه د دې هېواد راتلونکو انتخاباتو ته د تدابیرو په اړه ځیني اندیښنې شته، خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وايي، چې د تیرو انتخاباتو په پرتله سږنيو انتخاباتو ښه چمتوالی نیول شوی دی.

هروي لډسس وايي، که څه هم ځیني امنیتي پیښې وشوې، خو دې انتخاباتو ته امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

نوموړي په کابل کې د نوروز په سیمه یېز جشن کې له ګډون وروسته په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:

″د تیرو انتخاباتو په پرتله سږنیو انتخاباتو ته چمتوالی تر ډیره حده زیات نیول شوی دی او زه منم دغو سختو شرایطو ته په کتو سره داسې تدابیر نیول شوي چې امنیتي چاپیریال هم ورته ښه شي.

زه پوهیږم چې دلته سختې پییښې وشوې، لکه د تیرو څو ورځو پيښې او موږ د دې پيښو او قربانیانو په اړه خواشیني څرګندوو.″


لډسس وویل، چې ملګري ملتونه د افغانستان له انتخاباتو ملاتړ کوي خو پخ کې بې طرفه دي.

هغه وویل، چې انتخابات د افغانستان په سیاسي انتقال کې یو ډیر مهم پړاوو دی.

نوموړي وویل، چې له افغانستان سره یو شمېر ګڼ ملیتیزې مرستې په همدې پروسې پروې تړلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وویل، چې افغان چارواکو په خاصه توګه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ډاډ ورکړی، چې په راتلونکو انتخاباتو کې به تقلب مخه نیسي.

ښاغلي لډسس د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو وغوښتل، چې سر له اوسه د راتلونکو انتخاباتو نتیجه ومني:

″دا ډیره مهمه ده چې کاندیدان مخکې له مخکې د انتخاباتو نتیجه ومني، د تقلب ادعاوې باید ددې د انتخاباتو د نتایجو د نه منلو دلیل نه شي.″

هغه وویل، چې د درغلیو مخنیوی یوازې د چارواکو کار نه دی بلکې خلک او د کاندیدانو څارونکي هم باید په دې اړه خپل رول ولوبوي.

نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو مخکې له مخکې د احتمالي درغلیو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د درغلیو حکومت ورته د منلو وړ نه دی.
XS
SM
MD
LG