د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

م.م په مصر کې د څه باندې ٥٠٠ کسانو لپاره سزا وغندله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګي د سه شنبه په ورځ په مصر کې د یوې محکمې پر هغې پریکړې انتقاد کړی، چې د اخوان المسلمین ۵۲۹ تنه غړي یې په مرګ محکوم کړي او دا یې د نړیوالو قوانینو خلاف کار بللی دى.

دوی د نورو هغو زرګونو کسانو په اړه هم اندیښنه وښوده چې له ورته حالت سره مخامخ دي .

د بشري حقونو کمپاینرانو وکیلانو د دوشنبه د ورځې دغه حکم یوه تر ټولو لویه ډله ایزه سزا ګڼلې چې د مصر په معاصر تاریخ کې ورکړل شوى دى .

د اخوان المسلمین مشر او ۶۸۲ نور غړي هم د سه شنبه په ورځ همدې محکمې ته ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاند روپرت کولفیل په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یوازي په دوو ورځو کې د ۵۲۹ تنو محاکمه د یوې سمې او مناسبې محکمې ښکارندویې نه کوي.

نوموړي ویلي چې د ۳۹۸ تورنو کسانو محاکمه په غیاب کې شوې او زیاتوي چې د هر کس تور هم په سمه توګه معلوم نه وو ځکه دوی نه محکمې ته غوښتل شوي وه او نه یې هم مدافع وکیل درلودل .

مدافع وکیلانو ویلي چې خپلو موکلینوته یې په سمه توګه لاسرسی نه درلود او محکمې هم هغه شواهد په غور نه دي کتلي چې دوی وړاندي کړي .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایې ویره یې دا ده چې له تیر جولای راهیسې زرګونه نور کسان هم په ورته تور نیول شوي د ي.

ټاکل شوې د مصر په جنوب کې د مینیا په نوم جنایې محکمه نن څه باندي شپږسوه کسان د نورو تورونو ترڅنګ د اخوان المسلمین د غړیتوب له کبله محاکمه کړي .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG