د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

له افغانستانه د بهرنیو څارونکو وتل ښه خبر نه دی


د کابل په سرینا هوټل باندې له بریده وروسته، په افغانستان کې د انتخاباتو دوو څارونکو موسسو له دغه هېواده خپل څارونکي بهر کړل.

د افغانستان د انتخاباتو په درشل کې له دغه هېواده د بهرنیو څارونکو وتل د ډیرو خلکو لپاره یو ښه خبر نه دی.

د سرینا په هوټل باندې برید، دوه بهرنۍ موسسې چې غوښتل یې د انتخاباتو څارنه وکړي مجبورې کړې چې خپل کارکوونکي له هېواده بهر کړي.

د انتخاباتو د څارنې د دغو بهرنیو موسسو اکثر کارکوونکي په سرینا هوټل کې اوسیدل.

رپوټونه وايي، ملي ډیموکراټیک انسټیټیوټ او د اروپا د امنیت او همکاري سازمان ویلي دي، چې د دوی کارکوونکي له افغانستانه ووتل.

یو اروپایي دیپلومات ویلي دي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي ترکیې ته ولاړل.

په داسې حال کې چې د افغانستان انتخاباتو ته له دوو اونیو کم وخت پاته دی، کورني او بهرني څارونکي د دغو انتخاباتو په امنیت او شفافیت ټینګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې مشرنادرنادري له هېواده د بهرنیو څارونکو وتل ښه خبر نه ګڼي.هغه وايي د افغانستان د انتخاباتو بهرنۍ څارنه مهمه ده:

″بهرني څارونکي کیدلای شي ښه تخنیکي همکاران وي او کله چې دوی نه وي نو دغه تخنیکي همکاري محدودیږي. نو د دوی نشتوالی د انتخاباتو په پروسه باندې کوم ډول مستقیمې اغیزې نه لري، خو غیر مستقیمې اغیزې به یې په ځینو برخو کې د کتنې وړ وي.″

رپوټونه وايي، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان د انتخاباتو د څارنې یواځینۍ له ټولو لوی ماموریت په غاړه درلوده.

د نوروز په شپه د کابل په سرینا هوټل برید کې د لویس ماریا دوراته په نامه د ملي ډیموکراټیک انسټیټوټ یوه څارونکې هم ووژل شوه. د هغې یو شمېر نور همکاران هم د برید په مهال په هوټل کې وو.

د دغه انسټیټیوټ یوې چارواکي ګاټي ګیست وویل، د دوی ټول کارکوونکي له بریده وروسته له افغانستانه ووتل او اوس دغه انسټیټیوټ د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د څارنې په اړه خپلې ارزیابی پيل کړي دي.

دغه راز د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان ویاند توماس ریمیر وايي، د دوی امنیتي متخصصین له هغو کسانو سره د کابل امنیتي وضعیت څیړي چې د برید په مهال په سرینا هوټل کې وو.

خو سره له دې هم د اروپا اتحادیې ژمنه کړې، چې خپل هغه پلانونه چې د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لپاره یې لري نه بدلوي.

د اروپا د اتحادیې د څارونکو مشر تایس بیرنام وایي، چې دوی په افغانستان کې د دغې اتحادېي په دفتر کې مصئون دي او د انتخاباتو د څارنې د پلان د بدلولو نیت نه لري.

خو بیا هم ځیني موسسې، څیړونکي او عادي خلک سربیره پر امنیت، د انتخاباتو د شفافیت په اړه هم ځکه اندیښنې لري چې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د کاندیدانو سلګونو زره رایي باطل وګڼل شوې.
XS
SM
MD
LG