په کندز کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوي غونډه وشوه، په یادې غونډه کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په لسګونه زره اوسېدونکو ګډون کړی وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه لويې غونډې ته، چې د چهارشنبې په ورځ د کندز په ابدان دښتۍ کې د ده په پلوی جوړه شوې وه په خپلو خبرو کې، وویل، چې د بریالیتوب په صورت کې د کندز د ښار ماستر پلان تطبیقوي او همدا رنګه غواړي چې په دې ولایت کې دوه اداري واحدونه هم اضافه کړي.
په یادې غونډه کې چې د کندز د مرکز او ولسوالیو په لسګونه زره اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
ګډونوالو اشرف غني احمدزي او ملګری پلاوی يې د افغانستان په ملي بیرغونو، د ډاکټر اشرف غني د انځورونو په ښورولو، چکچکوکولو بدرګه کړل.
ډاکټر اشرف غني احمدزي دا هم وویل، چې د بریالیتوب په صورت کې د تاجکستان له لارې به د اورګاډي پټلۍ شیرخان بندر ته وغځوي او غیر مسوول وسله وال به په یو قانوني چوکاټ کې ځای پرځای کړي:
″د ریل خط غواړم چې د تاجکستانه د کندز له لارې تمدید شي، ترڅو د کندز د هر ځوان او هره میرمنه په خپل ژوندانه کې مثبت بدلون وویني.″
نوموړي همدارنګه د غونډې ګډونوالو ته ژمنه وکړه، که په راتلونکو انتخاباتو کې بریالی شو په هغه بنسټیزو پروژو به کار پلي کړي، چې د یادې سیمې خلکو تل په تېرو دولسو کلونو کې غوښتي او تر اوسه نه دي عملي شوي:
″په سلګونه زموږ کلۍ هرکال د امو سیند اوبو له لوري وجاړیږي چې دا زموږ د ملي نوامیسو له جملې څخه ده، موږ غواړو چې د امو سیند د غاړې تحکېمات پیل کړو.
همدارنګه کندز د افغانستان د غلو کندو دی، موږ غواړو چې د کرنې په برخه کې پاګونه وکړو.″
د يادونې وړ ده، چې دا د ولسمشرۍ کاندیدانو څخه لومړنی کاندید و، چې کندز ته د خپل له دوو معاوینینو سره راغی.
د ولسمشرۍ د کانديدانو ټاکنيز کمپاين د تېرې سلواغې مياشتې په ١٣ مه پيل شوى دى، چې د راتلونکي حمل مياشتې په ١٣ مه پاى ته رسېږي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
راپور: اجمل ارین- کندز