د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

محسیني: د ولایتي شورا له نهایي لیسته لسګونه کاندیدان لیرې شول


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو له نهایي لیست نه لسګونه کاندیدان لیرې کړل.

د دې کمیسیون ویاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دې کاندیدانو په تعلیمي اسنادو کې ستونزې وې او دغه راز د دوی په اړه ځیني شکایتونه هم موجود وو.

د دې کمیسیون مسولین وایي، که له دې وروسته هم د کاندیدانو په اړه دوی ته کوم شکایت ورسیږي، نو دوی به یې په جدي توګه وڅېړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو یو سلو شپاړس کاندیدان له نهایي لیسته لیرې کړل.

د دې کمیسیون ویاند نادر محسیني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې کاندیدانو په تعلیمي اسنادو کې ډیرې ستونزې وې او ځینو یې ان تعلیمي اسناد نه درلودل:

″د تحصیلي اسنادو د عمر د شرایطو او همدا رنګه د ځینو نورو شکایتونو له امله د دوه زرو دوه سوه دولسو د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو اسناد مو د څیړنې لاندې ونیول، چې په دې کې شپیته کسانو د دولسم ټولګي د فراغت اسناد نه وه اخیستي او درې دیرش هغه کسان د دې له امله چې پنځه ویشت کاله عمر یي نه وو پوره کړی، له لیسته لرې شول.″

تیره اونۍ هم د ولایتي شوراګانو له نهايي لیست نه اوه اتیا تنه کاندیدان لیرې شول.

ترهغې وړاندې هم پنځوس تنه کاندیدان د ولایتي شوراګانو له نهایي لیست د ورته ستونزې له امله حذف شوي وو.

ده همدا راز زیاته کړه، چې ۹ تنه نورو ته چې ټیلیفونونو ته یې ځواب نه ویل، وخت ورکول کېږې، چې د انتخاباتو تر ورځې پورې د خپلو تعلیمي اسنادو په اړه معلومات وړاندې کړي.

له دې مخکې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې، په دې مسالې انتقاد کړی چې، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کاندیدانو د اسنادو په څیړلو کې ځنډ کړی.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د پوهنې وزارت له خوا دوی ته د انتخاباتي مبارزو تر اعلان وروسته د هغه نه سوه کاندیدانو نومونه لیږل شوي،چی په تحصیلي اسنادو کې یې ستونزې موجودې وې.

د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د حوت په دریارلسمه پیل او د حمل تر دیارلسمی به دوام وکړي.

راپور: محمد ابراهیم ″صافی″
XS
SM
MD
LG