جمهوري ریاست ته د کاندیدانو څخه د هغوي د پلویانو د ملاتړ په لړ کې د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو جمهوري ریاست ته د کاندید عبدالرب رسول سیاف ملاتړ اعلان کړ.
په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د کابل او ځینو ولایتونو ګڼ شمېر دیني عالمانو، د مدرسو ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
دوی وویل، د ښاغلي سیاف کړن لاره یي د تایید وړ ده او په انتخاباتي مبارزه کې به ورسره مرسته وکړي.
استاد سیاف وویل، د دې لپاره یې ځان کاندید کړی چې د اسلام د دین تر چترلاندې خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
جمهوري ریاست ته د کاندید عبدالرب رسول سیاف څخه د ملاتړ په خاطر په جوړې شوې غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو وویل، سوله، عدالت، پرمختګ، ترقي د انسان د حقونو خوندیتوب او داسې نورې ټولینزې ښیګڼې، ټولې د اسلام په سپیڅلي دین کې نغښتي او څرنګه چې د استاد سیاف په کرڼ لاره کې پر دغو ارزښتونو تاکېد شوی، نو ملاتړ ترې کوي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې په دې غونډه کې د کابل او ځینو ولایتونو یو شمېر دیني عالمانو برخه اخیستې وه.
مولوي فضل الرحیم حنیف وویل، موږ په خپله خوښه او اراده غواړو په انتخاباتي مبارزو کې د استاد سیاف ملا تړ کوو:
″نن یو شمېرعلما راټول شوي او غواړي چې د چا د سپارښتنې او غوښتنې پرته په خپله خوښه او اراده، له استاد عبدالرب رسول سیاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
استاد سیاف د دې وړ دی چې ملاتړي یې شو او رایه ورکړو″
په غونډه کې دیني عالمانو په نوبت سره خبرې وکړې او د خلکو د هوساینې، برابرۍ او ورورګلوۍ په برخه کې یي دیني احکام بیان کړل.
غونډې ته ښاغلي سیاف هم وینا وکړه او ویي ویل، د ده یوازینی هدف دا دی چې خلکو او هېواد ته د اسلام د احکامو تر چتر لاندې خدمت وکړي:
″ دوستانو باور وکړي که یو څوک یو هدف ونه لري، د دین لپاره هدف ونه لري، نو په دې وخت جمهوري ریاست ځان کاندیدول لیونتوب دی.
ما چې دې میدان را دانګلي هدف مې دا دی د اسلام تر چترلاندې خلکو او هېواد ته خدمت وکړم.″
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اوس مهال نهه کسان ولاړ دي. پخوا تردې، د دې کاندیدانو شمېر یوولس و.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې جمهوري ریاست ته کاندید قیوم کرزي د زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتوری لاس واخیست او د یکشنبې په ورځ جنرال رحیم وردک له خپلی کاندیداتوري تیر شو.
جمهوري ریاست ته د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې به د را روان لمریزکال د حمل تر دیارلسمې دوام وکړي.