د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

په پېښور کې د افغان کانديدانو د کمپاينيزو توکيو د چاپ بازار ګرم دى


په افغانستان کې د ولايتي شورا او ولسمشريزو ټاکنو د کمپاېن ترپيل وروسته، د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ولايتي شوراګانو او د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو د کمپاينيزو توکيو د چاپ بازار ګرم دى.

که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د دې هېواد د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو کانديداتو ته امر کړى و، چې د خپل کمپاين چاپي توکي، لکه: عکسونه، پوسټرونه او نور اړوند مواد بايد په افغانستان کې دننه چاپ کړي، خو ددې لارښوونو او امر سربېره هم د ولايتي شورا ډېرى کانديدان خپل ټاکنيز مواد د خيبر پښتونخوا ايالت مرکزي ښار پېښور او د پاکستان نورو ښارونو ته د چاپ لپاره راوړي.

د افغانستان د ولايتي شوراګانو کانديدان پېښور ته د خپل کمپاېنونو د توکيو د راوړلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان له پايخت کابل څخه د يوه کانديد د کمپاېنزو توکيو يوه تن راوړونکي ازادي راډيو ته وويل، چې د کابل يا جلال اباد په پرتله په پېښور کې ورته چاپ ارزانه تمامېږي، همدا لامل دى، چې دوى دلته راځي:

" زما نوم جواد دى: دلته چې له کابل څخه کوم کارونه راوړم، ماته نيم په نيمه تمامېږي، نو زه له مجبوريته له کابله دلته راغلى يم، چې دلته وخت کم نيسي او بچت ډېر کوي."

د پېښور د قصه خوانۍ د مطبعو په مارکېټ جنګي محله کې يو تن کارکوونکي عمران له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې د ولايتي شوراګانو د کمپاين تر رسماً پيلېدو وروسته ورته د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه د ولايتي شوراګانو لسګونو کانديدانو د چاپ لپاره مراجعه کړې ده:

"موږ ته د افغانستان د مختلفو صوبو نه کار راروان دى، لس ورځې کېږي چې کار ښه شوى دى. موږ خوشحاله يوو چې افغانان په موږ باندې ډېر کار کوي او تمه لرو چې نور کاربه هم راځي."

نوموړى همداراز وايي، چې که څه هم د نورو کلونو په پرتله سږ کال له افغانستانه کارونه کم راځي، خو بيا هم هيله لري چې په راتلونکيو ورځو کې به يې بازار ګرم شي.

که څه هم د ولايتي شورا د ډېرى کانديدانو چاپيز توکيو چاپ د پېښور د چاپخونې بازار ګرم کړى دى، خو پېښور مېشتى افغان ليکوال او کتابپلورونکى عمر خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې افغان دولت دې له هېواده بهر د کمپاينيزو توکيو د چاپېدو مخه ونيسي، ځکه دا د هېواد اقتصاد ته ستر زيان رسوي:

"افغان دولت ته په کار دي، چې په بهر کې د افغانستان د انتخاباتو د چاپ کارونو مخه ونيسي، ترڅو د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسېږي. او بل دا چې دا کانديان دې هم لږ سوچ وکړي د پېښور او لاهور پر ځاى دې د انتخاباتو کارونه په خپل وطن کې وکړي."

د يادونې وړ ده، چې د کب پر دیارلسمه د افغانستان د ولایتي شوراګانو لپاره رسمي کمپاینونه پیل شول، چې دغو شوراګانو ته ټولټال ٢٧١٣ کسانو ځانونه کانديد کړي دي او دغو شوراګانو ته به د وري پر شپاړسمه له ولسمشريزو ټاکنو سره هم مهاله ٤٥٠ کسان ټاکل کېږي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG