د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

خوست: ديني عالمانو خلک په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅول


د خوست دیني عالمان او قومي مشران له خلکو غواړي، چې د راتلونکو ټاکنو په بهیر کې په پراخه کچه برخه واخلي او هغه چاته خپلې رايې وکاروي، چې د ټولنې ټيکاو، پوهنې، روغتیا، صنعت او کرهڼې ته وده او پرمختګ ورکولای شي.

د خوست په لسګونو دیني عالمان او قومي مشران چې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون له خوا په یو ورځني سیمنار کې راغونډ شوي ول وویل، چې د ټاکنو په بهیر کې نارینه او ښځینه وو ته بیل بیل د رایې اچونې محلونه جوړ شوي او هغوی ته په ورتګ کې کوم شرعي ممانعت وجود نه لري.
د خوست یو تن جید دیني عالم مولوي محمدداود وقفي مشال راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل، خپلې رایې د هغو نوماندانو په ګټه وکاروي، چې هغه د خلکو د وکالت وړتیا لري او د ولس له پاره په ټولنیزو خدمتونو کې پرمختګ راوستلای شي:

((زه د یو مذهبي عالم په صفت په ټول مجاهد مسلم ولس باندې دا غږ کوم، چې که هغه نارینه دي او که ښځینه په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي، د انتخاباتو د کمیسیون له طرفه هم د سړیو له پاره محلونه ټاکل شوي دي او هم د زنانه وو له پاره جدا محلونه، چې هلته شرعي موانع نشته ټاکل شوي دي، باید دوی په رایو کې ګډون وکړي او دا خپله قیمتي رایه داسې چاته وکاروي، چې هغه زموږ معارف ته، زموږ صنعت او زراعت ته پرمختګ ورکولای شي.))

د خوست یو تن قومي مشر حاجي محمد وویل، چې قومي مشرانو د ټاکنو په بهیر کې د خلکو د پراخه ګډون له پاره زیاتې هلې ځلې کړي او د دوی د هڅونې له امله ده، چې اوس د کارتونو د اخیستلو له پاره ټوله ورځ د خلکو لیکې او کتارونه ولاړ وي:

((قومي مشرانو انشاالله ډېرې هڅې کړې دي، ځکه تاسو يې د سر په سترګو وینئ او د ټلویزیون له لارې لیدل کیږي، چې په اوسنیو شپو ورځو کې چې شاوخوا شل ورځې ټولټاکنو ته پاتې دي، بیا هم دومره زیات خلک د کارتونو د اخیستلو خواهش لري، چې وروسته به یې بیا د خپل نظر موافق شخص په ګټه وکاروي، چې دا ټول د قومي مشرانو د هڅونې له امله دي.))

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدین ځدراڼ د سیمنار د ګډونوالو دیني عالمانو او قومي مخورو یو ځل بیا وغوښتل، چې د ټاکنو په بهیر کې د ګډون پیغام دې حجرو، جمو او جوماتونو ته ورسوي، تر څو خلک په پراخه کچه په یاد ملي بهیر کې برخه واخلي:

((د ټولو دیني عالمانو او ټولو قومي مشرانو څخه هیله کوو، چې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د ټولټاکنو د عامه پوهاوي په کار کې زموږه سره ونډه واخلي، په کلیو او بانډو او د جمعې په ورځو کې د لمانځه په خطبو کې او نورو ټولنیزو ځایونو کې خلکو ته د یادو ټاکنو په باب پیغام ورسوي او د دې په ارزښت باندې خلک پوۍ کړي.))

په خوست کې د رايې اچونې د پخوانیو ویشل شویو کاروتونو سربیره راتلونکیو ټاکنو ته هم شاوخوا اتیازره نوي کارتونه توزیع شوي، خو په دې وروستیو ورځو کې د کارتونو د اخیستلو لړۍ ګړندۍ شوې او خوستوالو په کراتو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غوښتي، چې د ګڼه ګوڼې د کمولو له پاره دې نوي مرکزونه پرانیزي.

ټاکل شوې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو له پاره راتلونکې ټاکنې به د روان زیږدیز کال د اپریل په پنځمه نیټه، چې د ۹۳ ۱۳یم لمریز کال د حمل له ۱۶ مې نیټې سره سمون خوري ترسره شي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG