د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

"کاندیدان دې د کمپاینونو ترختمېدو مخکې د خپل مالي لګښت راپور کمیسیون ته وسپاري"


د جمهوري ریاست د کاندیدانو له انتخاباتي کمپاینونو څخه څه باندې یوه میاشت تیریږي؛ خو لا هم ځینې کاندیدان نه دي توانیدلي خپل بشپړ مالي راپور د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

دغه څرګندونې د یاد کمیسیون چارواکو د جمعې په ورځ آزادی راډیو ته وکړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخېل د جمعې په ورځ له آزادی راډيو سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه؛ چې د جمهوري ریاست کاندیدان د انتخاباتي کمپاینونو تر ختمېدو مخکې خپل بشپړ مالي راپور ورته وسپاري:

"مخکې له دې نه چې د کمپاینونو دوره ختمیږي؛ دوی باید خپل دقیق او بشپړ راپور د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته تسلیم کړي. غوښتنه مو دا ده، چې کاندیدان، د هغوی د کمپاینونو دفترونه او مالي مسوولین دا مساله جدي ونیسي. تر څو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره مرسته وشي او د افغانستان ولس د همدې راپورونه په جریان کې و ساتل شي."

ښاغلي امرخیل دا ونه ویل، چې تراوسه د جمهوري ریاست کومو کاندیدانو ورته د خپلو انتخاباتي کمپاینونو مالي راپور نه دی وړاندې کړی یا د کومو کاندیدانو په مالي راپور کې نیمګړتیاوي شته.

ده زیاته کړه، د جمهوري ریاست هر کاندید مکلفیت لري؛ چې په هرو پنځلسو ورځو کې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو بشپړ مالي راپور د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره شریک کړي.

نوموړي همدا راز وویل، د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مالي مصارفو کوم راپورونه چې تر اوسه دوی ته وررسیدلي؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ویب پاڼه کې خپاره شوي دي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مالي راپورونو له مخې؛ د کاندیدانو له ډلې څخه اوو کسانو مالي مرستې تر لاسه کړي او څلورو نورو یې خپلې شخصي پيسې مصرف کړي دي.

قانون په دې برخه کې بیلابیل موارد په پام کې نیولی؛ لکه، خبرداری، شفاعي او کتبي توصیې، مالي جریمې او دغه راز د هغو اقداماتو سره ته رسول چې؛ دا بهیر اصلاح کړي.
محسني
د راپورونو له مخې، محمد داود سلطان زوی، عبدالرحیم وردګ، قطب الدین هلال او محمد شفیق ګل آغا شیرزی هغه څلور کاندیدان دي، چې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو یې شخصي پيسې لګولي دي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي؛ که چېرته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د کاندیدانو له خوا د مالي راپورونه د نه سپارلو په برخه کې ورته شکایت وکړي؛ نو دوی به رسیدګي ورته وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني په دې برخه کې د یاد کمیسیون د طرز العمل په اړه آزادی راډیو ته وویل:

"قانون په دې برخه کې بیلابیل موارد په پام کې نیولی؛ لکه، خبرداری، شفاعي او کتبي توصیې، مالي جریمې او دغه راز د هغو اقداماتو سره ته رسول چې؛ دا بهیر اصلاح کړي. دا هغه موارد دي چې، په قانون کې یې په اړه وړاندوینه شوې ده."

د انتخاباتو د قانون له مخې، د جمهوري ریاست د هر کاندید د انتخاباتي کمپاینونو لپاره لس میلیونه افغانۍ او د ولایتي شوراګانو د کاناندیدانو لپاره پنځه لکه افغانۍ ټاکل شوي دي.

دا مساله په داسې حال کې مطرح کیږي؛ چې د انتخاباتو ځینې څارونکي سازمانونه وایي؛ چې د کاندیدانو مصارف باید جدي وڅارل شي او د هغو کاندیدانو د نومونو پرافشا کېدو ټینګار کوي؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د خپلو مالي راپورونو په وړاندې کولو کې ځنډ کوي.
XS
SM
MD
LG